CRI Online

وانګ ايي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خواجه اصف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-27 08:58:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خواجه اصف سره وکتل چې د چين،افغانستان او پاکستان ترمنځ د وزيرانو په لومړي ډيالوګ کې يې ګډون کړی و.

وانګ ايي په دې ډيالوګ کې د وزير اصف د ګډون هر کلی وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين تل پاکستان د ديپلوماتيکو چارو د لومړيتوب لوري په توګه بولي او غواړي چې د سياسي متقابل باور،د ګټو د پيوستون ،ګډ امنيت ،د خلکو د زړونو په شمول د ملا تېر په شان څلور لوی تېرونه ټينګ کړي تر څو د چين او پاکستان ترمنځ د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ژورې شي.چين هم غواړي چې پر نورو سيمه ييزو هېوادونو د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز تر اغيزې لاندې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ لپاره له پاکستان سره ګډې هڅې وکړي.

وانګ ايي زياته کړه چې پاکستان او افغانستان د چين ښه دوستان دي .د ياد ډيالوګ موخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښې تبادلې لپاره د يوه ډګر جوړول او له دې لارې د درې اړخيزې همکارۍ پرمخبيول او د دريو هېوادونو او ځايي سيمې د سولې ، ثبات ا و پرمختګ ساتل دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای