CRI Online

د چين ، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو لومړی ډيالوګ ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-27 09:32:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر په ۲۶مه نېټه د چين ، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ لومړۍ غونډه په بېجينګ کې ترسره شوه.درېيو خواوو د متقابل سياسي باور او تفاهم،د همکارۍ د پرمختګ او تګ راتګ او د امنيت په برخه کې د همکارۍ او د ترهګرۍ پر ضد مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او څو ګډو نظريو ته رسېدلې دي.د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل چې چين، افغانستان او پاکستان يو د بل مهم ګاونډي هېوادونه دي چې خپلمنځي تبادلې او د همکارۍ پياوړتيا د ۳ هېوادونو له ګډو هيلو او ګټو سره سمون خوري.چين به د ۳ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د نظام له لارې تر خپلې وسې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي.

د روان کال په جون کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يی له افغانستان او پاکستان څخه ليدنې کړې .درېيو خواوو موافقه وکړه چې د چين،افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ د ډيالوګ نظام جوړ شي څو د درېيو خواوو ترمنځ د ډيالوګ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره ډګر برابر کړي.د روانې مياشتې د ۲۶مې نېټې په سهار ياد ډيالوک تر سره شو.د درې ساعته خبرو اترو وروسته د درېيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه.وانګ يي وويل چې افغانستان او پاکستان د چين دوست ګاونډي هېوادونه دي.د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو او خلکو خوشحالي ده،بلکې د چين په ګډون د ګاونډيو هېوادونو خوشحالي هم ده.په ياد ډيالوګ کې دواړو خواوو د خپلمنځيو اړيکو د ښه والي لپاره مهمه ګډه نظريه تر لاسه کړه.افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې ژر تر ژره خپلمنځي اړيکې ښې کړي څو دواړه خواوې په سوله کې ګډ ژوند وکړي.

درېيو خواوو د ډيالوګ په ترڅ کې هم د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير د چټکتيا په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړي .دوی پر دې ټينګار وکړ چې د افغانانو تر لارښوونې او ادارې لاندې د روغې جوړې بهير د چټکتيا لپاره به کوښښ وکړي او له افغان طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره په دې بهير کې ګډون وکړي. افغان حکومت څرګنده کړه چې ژر تر ژره به د روغې جوړې لايحه وړاندې کړي.چين او پاکستان د دې هرکلی وکړ او غواړي په پر له پسې توګه اسانتياوې برابرې کړي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په ډيالوګ کې له اوږدې مودې راهيسې له افغانستان او پاکستان سره د چين د مرسته کولو او د سيمه ييز ثبات لپاره د چين د کوښښونو ډېره ستاينه وکړه.د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف وويل چې پاکستان به په بېلا بېلو ساحو کې د افغانستان سره همکاري پياوړې کړي. پاکستان د افغانانو تر لارښوونې لاندې د ملي روغې جوړې بهير او د دايمي سولې ملاتړ کوي.زموږ په اند د افغانستان دايمي پرمختګ او امنيت د پاکستان د پرمختګ او د سيمه ييزو هېوادونو د ګډې سمسورتيا لپاره ډېر ګټور دی.

په ياد ډيالوګ کې د ترهګرۍ پر ضد مسئلې په اړه ګډه نظريه هم تر لاسه شوې ده.د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وويل

اوس د ترهګرۍ ګواښونه ورځ په ورځ زياتېږی،موږ بايد دغه حالات بدل کړو.د سيمه ييزو هېوادونو او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ هراړخيزه واقعي همکاري دې پياوړې شي.

اوس د ترهګرۍ ګواښونه ورځ په ورځ زياتېږي

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په ډيالوګ کې هم پر دې ټينګار وکړ چې د چين له خوا د يو کمربند او يوې لارې د پلان ملاتړ کوي.تر يادې غونډې وروسته د چين،افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د لومړي ډيالوګ ګډه اعلاميه هم خپره شوه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای