CRI Online

د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز په مناسبه توګه افغانستان ته د غځېدو په هکله خبرې اترې به ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-27 10:45:58

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په ۲۶مه نېټه له خپلو افغان او پاکستاني سيالانو صلاح الدين رباني او خواجه اصف سره په يوه خبري ناسته کې وويل، چين او پاکستان غواړي له افغانستان سره دغه هېواد ته د اقتصادي دهليز په مناسبه توګه د غځېدو په هکله خبرې اترې وکړي.

وانګ يي وويل، د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د دواړو خواوو له اړتيا سره سمون خوري. له ۴ کلونو راهيسې دغه اقتصادي دهليز د پاکستانيانو ژوند د ښه والي او د پاکستان د بنسټيزو تاسيساتو د هڅونې لپاره ستر رول لوبولی دی. افغانستان د چين او پاکستان مهم ګاونډی دی. چين او پاکستان غواړي له افغانستان سره د ګډو ګټو پر بنسټ دغه هېواد ته د اقتصادي دهليز په مناسبه توګه د غځېدو په هکله خبرې اترې وکړي. دريو خواوو موافقه کړې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې خپلمنځي تبادلې او همکاري لا پياوړې کړي چې د سيمه ييزې سمسورتيا لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای