د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فليپين په جنوبي سيمه کې د توپان له امله د سر او مال سخت زيانونه رامنځته شوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۲۶مه نېټه په دې اړه وويل، چين غواړي له فليپين سره مرستې وکړي.
د اړوند خبر له مخې، د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه د تيمبن په نوم توپان فليپين ته ورسېد او له امله يې د سيلاوونو، د غره د ښوئېدو او خټو او ډبرو د ښوئېدو په شمول پېښې رامنځته شوي او تر اوسه پورې څه باندې ۳۰۰ تنه مړه يا ورک شوي دي.
مېرمن هوا چون ينګ وويل، رئيس شي جين پينګ د فليپين ولسمشر پالو دوترتی ته د خواخوږۍ تلګرام ليږلی دی. چين غواړي فليپين ته د توان په اندازه مرستې برابرې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |