CRI Online

د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو په غونډه کې د نولسمې دورې مرکزي کمېټې د دوهمې عمومي ناستې د جوړېدو پرېکړه وشوه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-27 14:40:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر په ۲۷مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو يوه غونډه ترسره کړه او پکې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې جنورۍ کې به د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې دوهمه عمومي غونډه جوړه شي او په دې عمومي غونډه کې به ګډون کوونکي د اساسي قانون د ځينو محتوياتو د ترميمولو د وړانديز په هکله خبرې اترې او څېړنه وکړي. د سياسي بيورو په دې غونډه کې د چين د سپلين څارنې کمېسيون کاري راپور واورېدل شو او په ۲۰۱۸ کال کې د ګوندي سبک د ښه والي او د حکومت د شفافيت او له فساد سره د مبارزې کارونه څېړل او ترتيب شوي دي. د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.

په دې غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم نوې زمانې ته رسېدلی، نو کمونيست ګوند بايد نوی سبک او نوی عملونه غوره کړي، په پوره او جدي توګه دې د ګوند پر ادارې ټينګار وکړي او د فساد پر ضد مبارزه دې بشپړه کړي.

په دې غونډه کې دا موافقه شوې چې د راتلونکې جنورۍ له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې دې د نولسمې دورې د دسپلين څارنې کمېسيون دوهمه عمومي غونډه ترسره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای