د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې زياتو ګډو نظريو ته رسېدلې دي، دغه درې اړخيز ډيالوګ او همکارۍ له دغو دريو هېوادونو نه پرته د کوم بل هېواد په مقابل کې نه دي او بايد د نورو هېوادونو او خواوو تر اغيزې لاندې نه وي.
ياده غونډه د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. ځينو خبري رسنيو خبر ورکړی چې افغانستان ته د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د غزولو موخه د هند بندول دي. اغلې هوا وويل، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې په قول، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د کوم درېيم هېواد پر ضد نه دی او هيله لرو چې درېيمه خوا او حتی ټوله سيمه ورڅخه ګټه واخلي. افغانستان د چين او پاکستان مهم ګاونډی هېواد دی او د اقتصاد د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په ساحو کې بيړني اميدونه لري. افغانستان غواړي د سيمه ييزو هېوادونو د متقابل تګ راتګ په جريان کې برخه واخلي او د جغرافيايي غوره والي په نيولو سره د چين او پاکستان ترمنځ له اقتصادي دهليز او د چين، منځنۍ اسيا او لويديځې اسيا له اقتصادي دهليز سره وتړي. يادو درو خواوو موافقه وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د متقابل تګ راتګ د پياوړتيا لپاره په وار سره همکارۍ ژورې کړي، تر څو ګډ پرمختګ او امنيت وموندل شي او د دې سيمې سوله او ثبات وساتل شي. دا د دغو درو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون خوري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |