CRI Online

شو چي ليانګ د افغانستان د ملي دفاع له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-28 09:33:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د مرکزي پوځي کمېټې مرستيال رئيس شو چي ليانګ د دسمبر په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان د ملي دفاع له وزير طارق شاه بهرامي سره وکتل.

شو چي ليانګ وويل، چين او افغانستان ښه ګاونډيان دي او دواړه خواوې عنعنوي دوستي لري. چين له افغانستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د خپل هېواد د حاکميت خپلواکۍ او د خاورې بشړتيا د ساتلو لپاره د افغانستان له کوښښونو او د افغانستان د سوله ييزې بيارغونې څخه ملاتړ کوي. د چين پوځونه غواړي په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره همکاري پياوړې کړي.

بهرامي وويل، افغانستان د يو چين د پېژندنې پر اصولو ټينګار کوي او غواړي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او امنيت ساتنې په ساحو کې له چين سره همکاري ژوره کړي او په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای