CRI Online

د ۲۰۱۷ کال د پام وړ لس نړيوال خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-28 14:26:40


۱.د چين غږ اوچتوالی

د اکتوبر له اتلسمې نېټې څخه تر څليرويشتمې نېټې پورې، د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس په بېجينګ کې تر سره شو. په دې کانګرس کې په نوۍ زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليسم په اړه د شي جين پينګ افکار او د چين د واقعيت سره سم يو لړ مهم ستراتيژيکي تدبيرونه وړاندې شوي چې دا نه يوازې د چين د پرمختګ لوری څرګند کړی، بلکې پر نړيوالې سولې، سمسورتيا او پرمختګ به ژورې اغېزې وکړي. له دې سره چې چين ورځ په ورځ د نړيوالې صحنې مرکز ته نژدې کيږي، نړيواله ټولنه د چين راتلونکو تګلارو ته ډېره پاملرنه کوي او له چين سره د همکارۍ د پياوړتيا هيله لري.

د ديپلوماتيکو چارو په برخه کې چين د پام وړ لاسته راوړنې هم تر لاسه کړې. د مې په مياشت کې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې سرمشريز فورم تر سره شو. د سپتمبر په مياشت کې چين د بريکس هېوادونو سرمشريزه غونډه جوړه کړه. د روسيې ولسمشر پوټين او د امريکا ولسمشر ټرمپ يو پر بل پسې چين ته رسمي سفرونه وکړل، دغه راز د چين او روسيې ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لا ټينګې شوې او د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په سالم او ثابت حال کې دي. د جون په مياشت کې د چين خارجه وزير وانګ يي له افغانستان او پاکستان څخه ليدنې وکړې، درېواړو خواوو د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو ترمنځ د خبرو اترو ميکانيزم له جوړونې سره موافقه وکړه، لومړې خبرې اترې د دسمبر په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوې. د نومبر له دېرشمې نېټې څخه د دسمبر تر درېيمې نېټې پورې، د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو ترمنځ لوړ پوړي ډيالوګ تر سره شو.

۲. د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د ماموريت مودې لومړی کال

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسيدو وروسته امريکا ته د لومړيتوب بيرغ اوچتولی. په روان کال کې امريکا د ارام سمندر پر غاړه د سوداګريزو همکارانو له تړون، د پاريس د اقليمي بدلون له تړون او د م م له يونيسکو سازمان څخه وتلې ده. ټرمپ د ذروي مسئلې په اړه له ايران سره د لاسليک شوي هراړخيز تړون تاييدونه رد کړل او په زياتو ځلو يې وغوښتل چې د شمالي امريکايي لويې وچې د ازادي سوداګريز تړون نوې خبرې اترې تر سره شي. د امريکا دغه ګامونه د زياتو نړوالو مسايلو لپاره غيرثابت عوامل ګرځيدلي دي.

۳. د منځني ختيځ حالات ناارام دي.

د امريکا ولسمشر ټرمپ د دسمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې امريکا د اسرائيلو د پلازمينې په توګه بيت المقدس پېژني او د امريکا سفارت به له تيل بيب څخه بيت المقدس ته انتقال کړي. د امريکا دغه خبرې د نړيوالو د حيرانتيا وړ دي، او د نړيوالې ټولنې په تيره بيا د عربي هېوادونو له سختو غندنو سره مخامخ شوی. د عرب ليګ د خارجه وزيرانو غونډې نيوکه وکړه چې د ټرمپ دغه پريکړه ناقانوني او له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده، نافذه نه ده. د اسلامي همکارۍ سازمان د ځانګړې غونډې له تر سره کولو وروسته اعلان وکړ چې ختيځ بيت المقدس د فلسطين د پلازمينې په توګه مني. د دسمبر په يووشتمه نېټه د م م عمومي اسامبلې د يوې بېړنۍ غونډې په جوړلو د رايګيرۍ له لارې يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې يې د بيت المقدس د مقام د بدلولو په هکله هره پرېکړه او عمليات اعتبار نه لري او بايد لغوه شي.

۴. په منځني ختيځ کې د داعش ناکامي

په روان کال کې د داعش په نامه افراطي ډله په منځني ختيځ کې له سختې ماتې سره مخامخ ده. د جولای په لسمه نېټه، د عراق موصل د داعش له کنترول څخه خلاص شو. د دسمبر په نهمه نېټه، عراقي ځواکونو اعلان وکړ چې ټول د داعش له خوا نيول شوې خاوره يې ازاده کړې، د ايران او سوريې ترمنځ سرحدي سيمې په پوره توګه د حکومتي ځواکونو تر ادارې لاندې دي. په سوريه کې د لاکا او ديرزور په شمول ځايونه يو پر بل پسې ازاد شوي دي، په سوريه کې د ترهګرۍ پر ضد عمده جګړې پای ته رسيږي. خو د پام وړ خبره دا ده چې داعش ښايي مړه اور ته پکي ووهي، زيات ترهګر به يې بېرته د دوی وطنونو او يا نورو سيمو کې د ترهګريزو عملياتو لپاره فعال شي.

۵. له ارويايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو بهير په اړه خبرو اترو کې جنجالونه

د مارچ په نهه ويشتمه نېټه، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو بهير په رسمي توګه پيل شو. د جلا کېدو پيسې، په انتقالي موده کې ترتيبات، راتلونکی تجارتي تړون او د خبرو اترو د مشرۍ حق د ياد بهير په وړاندې عمده جنجالونه دي. په دې وروستيو کې بريتانيا له اروپايي ټولنې سره د ايرلند د سرحدي پولې، په بريتانيا کې د اروپايي ټولنې د اتباعو د حقونو او د جلاکېدو د پيسو په شمول د کليدي مسايلو په اړه د نظريو يووالی ته رسيدلې، دواړه خواوې به د دوهم پړاو خبرې اترې پيل کړي. خو دا ويلی شو چې د خبرو اترو لار به هواره نه وي.

۶.د کوريايي ټاپووزمې ترينګلي حالات

د شمالي کوريا خبري اژانس د سپتمبر په درېيمه نېټه خبر ورکړ چې د دې هېواد د ذروي وسلو څېړنيز مرکز په بريالۍ توګه پر بالستيکو توغنديو سمبالونکي هايډروجن بمونه جوړ کړي، د هېواد ولسمشر کيم جيونګ ين وغوښتل چې دغه بمونه په پوره توګه د هېواد ساخت دي. سږ کال شمالي کوريا څو ځله د توغنديو د ويشتلو ازموينې وکړې چې د نومبر تر نهه ويشتمې نېټې پورې شمالي کوريا د توغنديو د ويشتلو شپاړس ازموينې تر سره کړې وې، د دې په مقابل کې د امريکا، جنوبي کوريا او جاپان ترمنځ پوځي تمرينونه هم زيات وو، د شمال ختيځې اسيا حالات ډېر ترينګلي شوي دي. د م م امنيت شورا په سپتمبر کې پر شمالي کوريا د نوي پړاو بنديزونه ولګول، امريکا په نومبر کې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکو هېوادونو په لست کې د شمالي کوريا د شامليدو اعلان وکړ.

۷. موګابې له قدرت څخه ګوښه شو

د زيمبابوي ځواکونو د نومبر په پنځلسمه نېټه په پوځي عملياتو د مهمو حکومتي څانګو کنترول په لاس کې واخيست او د دولتي تلويزيون له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره پوځي کودتا رد کړه. د نومبر په نولسمه نېټه ځواکمن ګوند يعنې د زانو پي اېف ګوند د مرکزي غونډې په جوړولو پريکړه وکړه چې د دې ګوند د مشر او لومړي منشي په توګه د ولسمشر روبرټ ګابريل موګابې دنده لغوه شوې او له موګابې څخه يې غوښتنه وکړه چې د ولسمشرۍ له دندې څخه استعفا وکړي. ۹۳ کلن موګابې د نومبر په يوويشتمه نېټه څرګنده کړه چې په خپله خوښه د ولسمشرۍ له دندې څخه استعفا کوم. دغه راز د موګابې ۳۷ کلن قدرت پای ته ورسيد.

۸. ترکيې د ولسمشرۍ نظام غوره کړی

پر ځايي وخت د اپريل د شپاړسمې نېټې په اوو بجو په ترکيه کې د اساسي قانون د تعديلاتو په اړه ټولپوښتنه پيل شوه. د دغې ټولپوښتنې د نتيجې له مخې به پريکړه وشي چې په دې هېواد کې به اوسنی پارلماني ميکانيزم پر ولسمشريز ميکانيزم بدل شي او ولسمشر ته به د صدراعظم د ګوښه کولو په شمول زيات واک ولري که نه. د همدې ورځې په شپه ولسمشر اردوګان اعلان وکړ چې د اساسي قانون د تعديلاتو مسوده په ټولپوښتنه کې تصويب شوه.

۹.هند او پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو په توګه ومنل شول

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو مشرانو شورا اولسمه غونډه د جون له اتمې نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې د قزاقستان په پلازمينه استانا کې تر سره شوه، په دې غونډه کې هند او پاکستان په رسمي توګه د نوموړي سازمان د غړو هېوادونو په توګه ومنل شول. دا په ۲۰۰۱ کال کې د دې سازمان له جوړېدو راهيسې د غړيو هېوادونو د زياتوالي لومړی ځل و. دغه راز د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو نفوس د ګردې کرې په عمومي نفوس کې نژدې نيمه برخه نيسي او د کورنيو توليداتو ارزښت يې په نړۍ کې له شل سلنې نه زياته برخه نيسي، په نړۍ کې د دې سازمان پيمانه،حيثيت او اغېزه لا لوړه شوې ده.

۱۰. د نړيوال اقتصاد احيا کيدل

سږ کال نړيوال اقتصاد د پولي بحران له نهه کلنې سيورۍ څخه وتلی دی، د احيا کېدو نښان څرګند شوي. په اپريل کې نړيوال پولي صندوق د تېرو شپږو کلونو راهيسې په لومړي ځل د ۲۰۱۷ کال د نړيوال اقتصاد د زياتوالي اټکل له ۳.۴٪ څخه ۳.۵٪ ته لوړ شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای