CRI Online

د کامچک تونل د پروژې د جوړېدو له امله د ازبکستان او چين ترمنځ واټن نژدې شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-28 15:15:03

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز چې د چين له خوا وړاندی شوی و، نه يوازې د نوي حالت پر وړاندې د چين د هر اړخيز ورخلاصون د پراخوالي لپاره يو مهم تدبير دی بلکې د لازياتو هېوادونو له خوا د پرمختيايي فرصتونو او لاسته راوړنو د شريکولو په موخه دی.د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ کې د بنسټيزو تاسيساتو جوړونه هميشه يوه څرګنده لاسته راوړنه ده.ازبکستان د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې يو مهم هېواد ګڼل کيږي چې هلته له انګرن څخه تر پاپ پورې د اورګاډي لار د کامچک تونل په دې وروستيو کلونو کې د دې هېواد د بنسټيزو تاسيساتو د جوړېدو په برخه کې يوه مشهوره لويه پروژه ده چې د سيمه ييز اقتصادي پرمختګ او د چين او ازبکستان ترمنځ د همکارۍ لپاره د ملاتير په شان رول لوبولی دی.

(اواز..........) د دې اورګاډي لار جوړونه يو لوی کار دی او د برياليتوب په لور يوه لاره هم ده چې له دې امله يې د ازبکستان او چين ترمنځ واټن نژدې شوی دی .

مانيلا نيازوا د ازبکستان په ختيځ کې د نمنګن په ايالت کې ژوند کوي.د دې اورګاډي لار چې له انګرن څخه تر پاپ پورې غځيږي او اوږدوالی يې شاوخوا يو سل درويشت کيلو متره دی، د ولسمشرۍ پروژې په نوم ياديږي او په ٢٠١٦ کال کې په رسمي توګه پرانيستلې چې له امله يې په ازبکستان کې د اورګاډي شبکه بشپړه شوې ده.په دې هکله د ازبکستان د اورګاډي د دولتي شرکت د ستراتيژيک پرمختګ څانګې مرستيال او د کامچک تونل مسئول اکمل قديرزهانوف وويل(اواز.........)د دې لارې د بشپړېدو تر ټولو لوی اهميت د ازبکستان له خپلواکۍ راهيسې د څو نسلونو خلکو خوب رښتيا کول دي .د دې اورګاډي لار پرانيستل زموږ د هېواد لپاره ډېر مهم ټولنيز اهميت لري.دا د خلکو لپاره يو مهم کار دی چې د دې لارې د غځېدو له امله انديجان،فرغانه ،کوکند له تاشکند سره تړل کيږي.

د کامچک تونل چې اوږدوالی يې ١٩ اعشاريه ٢ کيلو متره دی،د يادې اورګاډي لار د ستوڼي په شان برخه ده چې د دې لارې د جوړېدو په بهير کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه .د دې لار جوړوونکي يعنې د چين د اورګاډي د تونل ډله ييز شرکت په ٩٠٣ ورځو کې دغه پروژه تر سره کړه چې په نورو هېوادونو کې د تونل کيندلو په برخه کې نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی .د ٢٠١٦ کال د جون په ٢٢مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د دې هېواد پخواني ولسمشر اسلام کريموف په ګډه سره له انګرن څخه تر پاپ پورې د اورګاډي لار د تونل له لارې د اورګاډي د حرکت کولو په هکله راډيويي فعاليت کې ګډون وکړ .ولسمشر کاريموف د دې لارې د جوړولو لپاره له چيني جوړونکو څخه د زړه له کومې مننه څرګنده کړې وه.

د روان کال په می کې د يو کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې لوړ پوړي فورم کې د ازبکستان نوي ولسمشر شوکت ميرزايوف په خپله وينا کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې هغو لويو پروژو ته بايد پاملرنه وشي چې سيمه ييزه اغيزه لري.هغه د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د اورګاډي د جوړېدو پر اهميت ټينګار وکړ. هغه وويل (اواز............)د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د مالونو د ليږدونې لار و جوړونه ډېره مهمه ده.د چين او روسيې له لارې به منځنۍ اسيا د جنوبي اسيا،جنوب ختيځې اسيا او اروپا له بازارونو سره وتړل شي.مونږ په دې اند يو چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د اورګاډي لارو جوړونه هم شامله ده.د چين، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي لار جوړونه د سيمه ييزو بنسټيزو تاسيساتو د پيوستون يوه برخه ده چې دغه لار به د پاکستان او ايران بندرونو او هندي سمندري سيمې ته وغځول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای