د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د طلوع ټلويزيون د دسمبر په ۲۸مه نېټه د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د چارواکو په قول خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينه کابل کې يو ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او دېرش تنه نور ټپيان دي. دغه چاودنه پر ځايي وخت د همدې ورځې د سهار په لس نيمو بجو د کابل په دشت برچي سيمه کې وشوه. د چاودنې په ځای کې د يوې کولتوري ټولنې او د يوه خبري اژانس دفترونه شته. د چاودنې په وخت کې په دغه ودانۍ کې يوه غونډه روانه وه. اوس دغه ځای د امنيت ساتونکو لخوا کلابند شوی او اړوند تحقيقات روان دي. تر اوسه هيچا او کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |