د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه د دې خبر پخلی کړی چې په همدې ورځ په کابل کې د ځانمرګي بريد له امله له بريدګرو پرته يو څلوېښت تنه وژل او څلور اتيا تنه نور ټپيان شوي دي.داعش ډلې د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.
د ياد وزارت وياند په همدې ورځ وويل چې په وژل شويو کسانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي او تر اوسه لاهم پنځه سخت ټپيان د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
د دې هېواد ولسمشر اشرف غني او په دې هېواد کې د م م مرستندويه ډلې په همدې ورځ په جلا جلا توګه په اعلاميه کې د دې بريد سخته غندنه وکړه.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |