CRI Online

د سوماليا حکومت د خپل فضايي حريم د ادارې او کنټرول حقونه بېرته واخيستل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-29 14:55:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوماليا حکومت د دسمبر په ۲۸مه نېټه وويل چې په رسمي توګه يې د خپل فضايي حريم د ادارې او کنټرول حقونه بېرته واخيستل. د ۱۹۹۱ کال له جنورۍ راهيسې سوماليا په کورني جنګ بوخت دی، وروسته د دې هېواد د فضايي حريم د ادارې او کنټرول حقونه په نايروبي کې د م م د ملکي هوانوردۍ د نړيوال سازمان د دفتر په لاس کې وو.

د سوماليا ولسمشر محمد عبدالرحيم محمد په همدې ورځ د فضايي حريم د اداري او کنټرول وسيلې د استعمال په اړه مراسمو کې ګډون وکړ، کوم چې د موګاديشو په نړيوال هوايي ډګر کې تر سره شول. هغه وويل، د فضايي حريم د ادارې او کنټرول حقونو بيا لاس ته راوړل د سوماليا لپاره مهم ارزښت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای