CRI Online

م م په کابل کې د ځانمرګي بريد سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-29 15:12:59

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د م م د امنيت شورا او د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه په جلا جلا توګه د اعلاميو په خپرولو سره د افغانستان په پلازمينه کابل کې د ځانمرګي بريد سخته غندنه وکړه.

د خبري رسنيو د خبر له مخې د همدې ورځې د ٢٨مې نيټې په سهار د کابل په لويديځ دشتبرچي سيمه کې د يوې شخصي خبري رسنۍ پر ودانۍ بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه څلوېښت تنه وژل او اتيا تنه نور ټپيان شوي دي.

د امنيت شورا په ياده اعلاميه کې ويلي چې دغه ترهګريز بريد ډېره جنايتکارانه کړنه ده او د دې بريد سخته غندنه يې وکړه.د امنيت شورا پر دې ټينګار وکړ چې هر ډول ترهګری د نړيوالې سولې او امنيت پر وړاندې تر ټولو سخت ګواښ ګڼل کيږي.

په همدې ورځ د م م سرمنشي ګوتريس هم په همدې ورځ د خپل وياند له لارې د دې بريد سخته غندنه وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای