CRI Online

شي جين پينګ په بهرنيو چارو کې د چين له سفيرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-29 16:28:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال لپاره په بهرنيو هېوادونو کې د چين د سفيرانو کاري غونډه څو ورځې مخکې په بېجينګ کې ترسره شوه. د دسمبر د ۲۸مې نېټې په ماسپښين د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خلکو په لوی تالار کې په دې غونډه کې له ګډونوالو چيني سفيرانو سره وکتل او له دوی څخه يې غوښتنه وکړه چې بايد د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې او په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم مفکورې دې په ژوره توګه وپيژني او د چين حصوصيت لرونکي ډيپلوماسي دې عملي کړي.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم نوې زمانې ته رسېدلی. موږ غواړو په نوې زمانه کې د ديپلوماسۍ کارونه په ښه توګه ترسره وکړو، بايد په ژوره توګه د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې زده کړه کړو او په سمه توګه دې د اوسنۍ نړۍ تمايل او نړيوال وضعيت وپېژنو. هغه وويل

((اوس په نړۍ کې ستر بدلونونه روان دي. د نوې پېړۍ د پيل راهيسې ډېرو نوي اقتصادي بازار لرونکو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ګړندي پرمختګونه کړي او د نړۍ څوقطبيز بهير چټک شوی او نړيوال جوړښت اوس مخ په برابرېدو دی. چينايانو د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې په يووالي خپل کوښښونه کړي او چيني ملت له خپلواکۍ څخه شتمن او مخ په پياوړتيا دی. د چين د بېلا بېلو قومونو وګړيو په کلکه اراده د چين ځانګرتيا لرونکي سوسياليزم پر لارې ټينګار کړی او د پرمختګ د ليدو وړ برياليتوبونه مو تر لاسه کړي او زموږ پر وړاندې روښانه راتلونکې ښکاري. ))

رئيس شي جين پينګ وويل، د چين ټول ډيپلوماتان بايد په جدي توګه د چين د کمونېست ګوند د نولسم کانګرس روحيې زده کړي او د چين خصوصيت لرونکي ډيپلوماسي دې عملي کړي، بايد د چين د کمونېست ګوند ته د وفادارۍ ساتلو او د هېواد لپاره د خدمت کولو پر ارادې دې ټينګار وکړي. هغه وويل

(( پر خپلو افکارو او باور ټينګار کول او د ګوند، هېواد او خلکو په وړاندې پوره صداقت ساتل زموږ د ډيپلوماتانو بنسټيز شرايط دي. ډيپلوماتان بايد د سياست او نظريو له لحاظه له مرکزي حکومت سره ګډ لوري وساتي، په کلکه توګه دې د مرکزي حکومت د صلاحيت او مشرۍ ساتنه وکړي، د هېواد د ګټو او د ملت درناوی پر ساتنه دې وکړي او په کورنيو او بهرنيو څوکيو کې دې په پوره توګه د خلکو لپاره خدمتونه ترسره کړي. ))

د چين کمونېست ګوند نه يوازې چينايانو ته د ګټې رسولو لپاره کوښښونه کړي، بلکې د انسانانو لپاره د خدمت کولو دنده پر غاړه لري. د چين کمونېست ګوند به دننه او بهر عمومي وضعيت په نظر کې ونيسي، د نوي ډول نړيوالو اړيکو جوړونه به وهڅوي او د انسانانو د برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به خدمتونه ترسره کړي. ده وويل

((موږ بايد په ګرده نړۍ کې د دوستۍ شبکه پراخه کړو او د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې پلان تطبيق دې پرمخبوزو چې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکاري پياوړې کړو او ګډ پرمختګ دې وهڅوو. برسيره پر دې، موږ بايد په فعاله توګه په نړيواله اداره او څو قطبيزو چارو کې ګډون وکړو او د چينايانو ګټو د ساتلو په عين وخت کې دې د ټولو انسانانو د ګډو ګټو ساتنه دې وکړو. ))

رئيس شي جين پينګ وويل، د چين ډيپلوماتان بايد په جدي توګه بېلا بېلو برخو کې د پوهنو زده کړې دې وکړي او خپل عمومي توان دې په پر له پسې توګه لوړ کړي چې د ډيپلوماسۍ کارونو د ښه ترسره کولو لپاره ځواکمن د ملاتير وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای