د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۲۹مه نېټه په افغانستان کې د هغه ترهګريز بريد سخته غندنه وکړه چې د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه په کابل کې تر سره شو، او څرګنده يې وکړه چې چين د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د هېواد او خلکو د امنيت د ساتلو په برخو کې د افغان حکومت له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي.
هغې وويل، چين د دغه ترهګريز بريد سخته غندنه کوي او د مرګ ژوبلې په مناسبت خواشيني څرګندوي. چين هيله لري چې په افغانستان کې ژر سوله او ثبات وساتل شي. چين به د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د هېواد او خلکو د امنيت د ساتلو په برخو کې د افغان حکومت له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |