CRI Online

د امريکا د ملي دفاع وزير: ډيپلوماسي لا هم د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حلولو لپاره عمده لارې چارې دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-30 15:16:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزير جېمس ماټيس د دسمبر په نهه ويشتمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، امريکا په دې نظر دی چې ډيپلوماسي لا هم د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حلولو لپاره عمده لارې چارې دي.

نوموړي وويل، چې امريکا په ټوله نړۍ کې د ډيپلوماتيکو او اقتصادي تدبيرونو په نيولو بوخت دی. د راتلونکې جنورۍ په دوهمه لسيزه کې به د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيليرسون په کاناډا کې له څو هېوادونو سره د دغې مسئلې د حلولو لپاره په تګلارو بحث وکړي. له دې څخه څرګندېږي چې د امريکا په اند ډيپلوماسي لا هم د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حلولو لپاره عمده لارې چارې دي.

د معلوماتو له مخې، سږ کال شمالي کوريا څو ځله ذروي ازموينې او د توغنديو د توغولو ازموينې تر سره کړې دي. د دې ترڅنګ د امريکا او جنوبي کوريا ترمنځ د نظامي تمرينونو پيمانې هم پراخې شوې دي. نو د کوريا ټاپووزمې حالات د ترينګلتيا په حال کې دي. په تېرو څو کلونو کې امريکا څو څو ځله د شمالي کوريا د ذروي توغنديو له پروژو څخه د ملاتړ په پلمه د دغه هېواد پر کسانو او تصديو باندې بنديزونه لګولي و. د ټرمپ حکومت پر دې ټينګار کوي چې د ډېرو دروندو فشارونو په اچولو سره دې ته اړه کوي چې شمالي کوريا له ذروي پلان څخه لاس واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای