CRI Online

د اسرائيلو ځواکونو د غزې په سيمه کې د حماس پر دوو تاڼو باندې بريدونه وکړل.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-30 15:23:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د ملي دفاع ځواکونو د دسمبر په ۲۹مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ يې د فلسطين د حماس لخوا د راکټ بريد ته د ځواب ورکولو لپاره د ټانکونو او الوتکو په وسيله د غزې سيمې په شمالي برخه کې د حماس پر دوو تاڼو باندې بريدونه وکړل.

د اسرائيلو د ملي دفاع ځواکونو خبر ورکړ چې حماس په همدې ورځ له غزې څخه اسرائيلو ته درې راکټونه وتوغول چې په دې جملې کې دوه راکټونه د اسرائيلو لخوا مخنيوي شوي او يو بل پر يوې ودانۍ باندې ولګېد، خو هيڅ مرګ ژوبلې يې نه ده اړولې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای