CRI Online

د سوريې مخالفو وسلوالو د دمشق له جنوب لوېديځې سيمې څخه وتل پيل کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-30 16:10:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې له حکومتي اردو سره د لاسليک شوي تړون سره سم د سوريې مخالفو وسلوالو د دسمبر د ۲۹مې نېټې له شپې څخه د دمشق له لوېديځ غوتا سيمې څخه وتل پيل کړل.

د سوريې پوځي مامور وويل، د مخالفو وسلوالو له وتلو وروسته به په وار سره د سوريې د شمالي سيمې ادليب ولايت او د جنوبي سيمې دېرا ولايت د مخالفو وسلوالو تر کنټرول لاندې سيمو ته ولاړ شي.

څه د پاسه ۳۰۰ وسلوال، چې په لومړۍ ډله کې ووتل، له خپلوانو سره په ۲۹مه نېټه د سوريې حکومتي اردو لخوا په برابر شويو موټرونو کې ادليب ولايت ته ولاړل. د سوريې د سرې مياشتې ټولنې د ټپيانو د انتقالو لپاره يو شمېر امبولانسونه هم ولېږل.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای