CRI Online

د چين د چيو شي په مجله کې به د چين کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کميټې په لومړۍ عمومي غونډه کې د عمومي منشي شي جين پينګ وينا خپره شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-31 16:42:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه به د چيو شي په مجله کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ هغه وينا خپره شي کومه چې د دغه ګوند د نولسمې مرکزي کميټې په لومړۍ عمومي غونډه کې يې وکړه.

نوموړي په دغه وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د دغه ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې پلې کول او په دغه کانګرس کې د ټاکل شويو موخو تر سره کول د دغه ګوند د نوې دورې مشرتابه مهم او ستر سياسي کارونه او مسؤليتونه دي. نوې زمانه د شروع د نوي ټکی او نوې غوښتنې نښه ده.

نوموړي په دغه وينا کې د اوسنيو او راتلونکو کارونو لارښوونه وکړه. لومړی، بايد په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم د نوو غوښتنو له مخې د ګوند او هېواد پرمختيايي چارې پياوړې شي. دوهم، بايد په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکو سوسياليستي مفکورو او اساسي لايحو له مخې د ګوند د ټولو غړو د مارکسيزم افکارو سويې لوړې شي. درېيم، بايد په هره ساحه کې د شتمنې ټولنې د ابادۍ بېلا بېلې دندې پلې شي او د سوسياليستي عصري کېدو بهير دې پياوړی شي. څلورم، بايد په هره ساحه او خوا کې اصلاحات ژور شي او د هېواد د ادارې سيسټم او توان د عصري کېدو سويه دې لوړه شي. پنځم، بايد د خلکو په مرکزيت پرمختيايي مفکوره پلې شي، تر څو د خلکو د ژوند سويه لوړه شي. شپږم، بايد د ګوند د هراړخيزې ابادۍ پروژه تر سره شي او بايد په جدي توګه د ګوند اداره وشي.

ښاغلي شي جين پينګ په دغه وينا کې د مرکزي کميټې له ټولو غړو څخه څلور فقيره ييزه غوښتنه وکړه: لومړی، مفکوره او اراده دې ټينګه شي. دوهم، سياسي مسؤليت دې کلک شي. درېيم، په هره ساحه کې کاري توان دې لوړ شي. څلورم، اخلاق او دود دې ښه شي.

د رئيس شي جين پينګ دغه وينا د دغه ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې د پلې کولو او د موخو د تر سره کولو لپاره د لارښوونې مهم رول لوبوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای