CRI Online

د چين او روسيې مشرانو يو بل ته د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه وليږل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-31 17:01:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر په ۳۱مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين يو بل ته د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پينګ په پيغام کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د روسيې ولسمشر پوټين او خلکو ته صادقانه مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې. شي جين پينګ په دې پيغام کې ويلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د چين او روسيې ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په لوړه سويه ټينګې شوې دي. دواړو خواوو د متقابلو کليدي مسئلو پر وړاندې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ کړی، د يو کمربند او يوې لارې او د اروپايي او اسيايي اقتصادي ټولنې ترمنځ په همکارۍ کې يې مهمې لاسته راوړنې تر لاسه کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ لويې همکاريزې پروژې د ثبات او پرمختګ په حال کې دي، د نوښت، کرهنې او ځايي همکارۍ په همکاريو کې نوی توليدي توان پياوړی شوی، د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو د تګ راتګ کلنی فعاليت په بريالۍ توګه پای ته رسيدلی، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ بنسټ لا ټينګ شوی او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د دواړو خواوو ترمنځ همغږي ساتل شوې ده.

شي جين پينګ په پيغام کې دې ته اشاره کړې چي غواړم چې په نوي کال کې له تاسو سره د چين او روسيې ترمنځ د سياسي او ستراتيژيک اعتماد د ټينګوالي او د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړم.

پوټين په پيغام کې رئيس شي جين پينګ ته د نوي کال مبارکي ويلې او ټولو چينايانو ته يې د نيکمرغه ژوند هيله وړاندې کړې. پوټين په دغه پيغام کې ويلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د تجارتي معاملو ارزښت د څرګند زياتوالي او د علمي تکنالوژۍ او کلتور په برخو کې د سمسور تګ راتګ په اړه راضي يم. روسيې او چين په نړيوالو چارو کې موثرې همکارۍ کړي او د نړيوالو مسئلو د حل لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای