CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د ۲۰۱۸م کال د مبارکۍ پيغام خپور کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-31 18:04:41

نن شپه به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين نړيوالې راډيو، د چين ملي راډيو، د چين مرکزي ټلويزيون، د چين نړيوال ټلويزيون او انټرنيټ له لارې د ۲۰۱۸م کال د مبارکۍ پيغام خپور کړي. د چين نړيواله راديو به د بېجينګ پر وخت د نن ورځې يعنې د دسمبر د ۳۱مې نېټې د ماښام په اوو بجو يعنې د کابل پر وخت د همدې ورځې د ماسپښين په درې نيمو بجو په۶۵ ژبو ټولې نړۍ ته دغه پيغام خپور کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای