CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۸م کال د مبارکۍ پيغام خپور کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-31 19:26:42


ملګرو، دوستانو، اغلو او ښاغلو! سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ! د وخت په ژر تيرېدو سره به ۲۰۱۸م کال راورسېږي. له دې ځايه زه د چين د بېلا بېلو قومونو خلکو، د هانکانګ خاصې اداري سيمې وطنوالو، د مکاو خاصې اداري سيمې وطنوالو، د تايوان وطنوالو او په نورو هېوادونو کې چينايانو او چيني اوسيدونکو ته د نوي کال مبارکي وايم او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو دوستانو ته د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کوم!

که کوښښ وکړو، ښه پايله به تر لاسه کړو، ځکه ورځ او شپه نوې کېږي. په ۲۰۱۷م کال کې مو د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس تر سره کړ او د سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ نوی بهیر مو پرانيست. د چين د کورنيو توليداتو عمومي اندازه اتيا زره مليارډو يوانو ته رسېدلې او په ښارونو او کليو کې څه باندې ديارلس مليونه نوي کاري فرصتونه پيدا شوي، له نهه سوه مليونو څخه زيات کسان د زړو کسانو د ټولنيزو بيمو په چوکاټ کې شامل شوي، يو مليارډو درې سوه او پنځوس مليونه کسان د بنسټيزو طبي بيمو په سيستم کې شامل شوي او په کليوالو سيمو کې نور لس مليونه کسان له بې وزليتوب څخه وتلي دي چې په دې جمله کې درې مليونه او څلور لکه بې وزله کسان په نويو ځايونو کې ميشت شوي او اوس نوي کورونه لري. دغه راز، په ښارونو او علاقه داريو کې د زړو کورونو د ترميمولو په پروژو کې څه باندې شپږ مليونه نوي کورونه بيا جوړ شوي دي. د خلکو د ژوند په اړه مختلفو چارو چټک پرمختګ موندلی دی او ايکولوژيکي چاپيريال ښه شوی دی. د خلکو نيکمرغه احساسات زيات شوي. په هره ساحه کې د شتمنۍ ټولنې د ابادۍ پر لاره مو ګام پورته کړی دی.

د علمي او تخنيکي نوښت او سترو پروژو د ابادۍ په برخو کې زياتې ښې پايلې هم تر لاسه شوې دي. د هوښيارې سترګې په نامه سپوږمکۍ ليرې فضا ته وتوغول شوه، د سې ۹۱۹ نومبر ستره مسافيروړونکې الوتکه هوا ته پورته شوه، د انرژۍ اساسي واحدونو په وسيله کمپيوټر په بريالۍ توګه توليد شو، په سمندري اوبو کې د شولو د کرلو ازموينه بريالۍ شوه، د چين لخوا توليد شوې الوتکه وړونکې بيړۍ په سمندر کې حرکت وکړ، د سمندري وزر په نامه د سمندر څيړنې ماشين د سمندر څيړنه وکړه، په سمندر کې د سون يخ د لومړي ځل لپاره په بريالۍ توګه استخراج شو، د يانګ شان څلورم عصري بندر په کار پيل وکړ، د هانکانګ، جو های او مکاو ترمنځ د ستر پل عمده برخه بشپړه شوه او د فو شينګ په نامه ګړندی اورګاډی د چين په پراخه سيمه کې حرکت وکړ. زه د چينايانو لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو په مناسبت خوشحال يم.

د چين د ولسي ازادۍ بښونکې اردو د جوړېدو د نويمې کاليزې د لمانځنې لپاره مو د جو ژي هه د ګډو ټمرينونو په اډه کې رسم ګذشت تر سره کړ. چين ته د هانکانګ د بېرته راستنېدو د شلمې کاليزې په وخت کې هانکانګ ته ولاړم او پخپلو سترګو مې وکتل چې د اوږدو مودو راهيسې هانکانګ د سمسورتيا په حال کې دی او لا ښه راتلونکی به ولري. دغه راز، د جاپان د تيرۍ پر ضد د جګرې د پيل د اتيايمې کاليزې د لمانځنې مراسم مو تر سره کړل او د نان جينګ په عامه وژنې کې د مړو شويو کسانو د ماتم دولتي مراسم مو تر سره کړل. موږ د تاريخ په يادولو سره د سولې په هيله يو.

په چين کې څواړخيز ډيپلوماتيکي فعاليتونه هم تر سره شول. مثلاّ، د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو لومړی سرمشريز فورم، په شيا من کې د بريکس هېوادونو سرمشريزه غونډه، د چين کمونېست ګوند او نړيوالو ګوندونو ترمنځ ډيالوګ او داسې نورې غونډې. بر سېره پردې، ما د نړۍ په ځينو مهمو څواړخيزو غونډو کې هم ګډون وکړ. د سږ کال په پيل کې مې د داوس د نړيوال اقتصادي فورم په سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړ او په په ژنيو کې د م م په مقر کې مې يوه وينا وکړه. ورپسې مې د شلو هېوادونو په سرمشريزه غونډه او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي او همکاريز سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون وکړ. په يادو غونډونو کې مې له اړوندو خواوو سره د نظريو ژورې تبادلې وکړې. ټولو ګډون کوونکي موافقې ته ورسېدل چې د بشري برخليک د ګډې تولنې د ابادۍ او د مختلفو هېوادونو د خلکو د ګټو د ساتلو لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.

په ۲۰۱۷م کال کې مې د زياتو عامو وګړيو ليکونه واخيستل چې په دې جمله کې د شي ځانګ د لونک ځي ولسوالۍ د يو مای کلي د اوسيدونکو ليک، د داخلي مغوليستان د سونيټيو ولسوالۍ د وو لان د مالدارانو ډلې د غړو ليک، د شي ان د ترافيک پوهنتون د زوړ پروفيسر ليک او د نان کای پوهنتون د نويو محصلينو ليک شمال دي. زه د دوی د کيسو له امله متاثر شوی يم . د چين عام وګړي له وطن سره زياته مينه لري او د هېواد د ابادۍ لپاره کوښښ کوي. زه له دې څخه د عامو وګړيو ستر قوت احساسوم او ډېر خوشحال يم.

ملګرو، دوستانو، اغلو او ښاغلو!

۲۰۱۸م کال به د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې د پلې کېدو لومړی کال وي. په ياد کانګرس کې د راتلونکو دېرشو کلونو لپاره د چين پرمختيايي نقشه طرحه شوې ده. لوړه ودانۍ له خاورو څخه ابادېږي. نو د دغې نقشې پلې کول ګډو کوښښونو او جدي کارونو ته اړتيا لري.

۲۰۱۸م کال به د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د رامنځته کېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر وي. اصلاحات او ورخلاصون د اوسني چين لازمه پرمختيايي لاره دا او د چيني اميد د تر سره کېدو لازمه لاره هم ده. موږ بايد د دغې تګلارې د څلوېښتمې کاليزې د لمانځنې پر بنسټ د لا زياتو کوښښونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړو.

دا زموږ جدي ژمنه ده چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به د چين د اوسني معيار له مخې په کليوالو سيمو کې ټول کسان له بې وزلۍ څخه وباسي. تر ۲۰۲۰م کال پورې يوازې درې کالونه پاتې دي. د چين ټول خلک بايد د دغې ژمنې د پلې کولو لپاره زيار وباسي، تر څو درې کاله وروسته په وخت دغه موخه تر سره شي. دا به د چيني ملت په زرګونو کلونو کې لومړی ځل وي چې بې وزليتوب په پوره توګه له منځه يووړل شي. دغه کار د چيني ملت او حتی د ټول بشريت لپاره ډېر اهميت لري، راځئ چې دغه کار وکړو.

اوسمهال بېلا بېلې خواوې د بشريت په سوله او پرمختګ اميدونه لري او په دې مناسبت هغوې اندېښنې هم لري. دوی غواړي د چين دريځونه او نظرونه واوري. ټوله نړۍ يوه کورنۍ ده. چين د يوه مسؤلانه ستر هېواد په توګه خپل نظر لري. چين په ټینګار سره د م م د صلاحيت او مقام ساتي، په فعاله توګه خپلې نړيوالې دندې او مسؤليتونه پر غاړه اخلي، د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه خپله ژمنه پلې کوي، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره کوښښ کوي او د نړيوالې سولې د ساتونکي، د ګردې نړۍ د پرمختګ د خدمت کوونکي او د نړيوال نظام د ساتونکي په توګه خدمت کوي. د چين خلک غواړي د مختلفو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د بشريت د سمسورتيا، امنيت او ښه راتلونکي د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

ملګرو، دوستانو، اغلو او ښاغلو!

زموږ ستر پرمختيايي برياليتوبونه به د خلکو لخوا وموندل شي، نو خلک بايد ورڅخه ګټه واخلي. زما په اند، عام وګړي د ښوونې، کاري فرصت، تنخواګانو، ټولنيزو بيمو، طب او روغتيا، د زړو کسانو د پاملرنې، هستوګنې او چاپيريال په برخو کې چارو ته پاملرنې کوي. که څه هم زيات برياليتوبونه مو موندلي دي، خو زياتې ستونزې لا هم موجودې دي. موږ بايد د خلکو د ګټو د ساتلو لپاره نور کوښښونه وکړو. د بېلا بېلو کچو ګوندي کميټې، حکومتونه او چارواکي بايد د عامو وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او تر ټولو لومړی د خلکو د ګټو د ساتلو لپاره کار وکړي، تر څو د خلکو ژوند لا نيکمرغه او ښه شي. ډېره مننه!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای