CRI Online

د ۲۰۱۸ کال د هرکلي په مناسبت د چین نړېوالې راډيو د رئیس وانګ ګنګ نیان د مبارکۍ پیغام

cri     (GMT+08:00) 2018-01-01 09:41:45

د ۲۰۱۸ کال په رارسیدو سره د چین نړېوالې راډيو رئیس وانګ ګنګ نیان د سي ار ای د ټولو کارکوونکو په استازیتوب د راډیویي څپو او انترنټ له لارې ټولو اوریدونکو او کتونکو ته د زړه له کومې نیکې هیلې وړاندې کړي دي. ښاغلي وانګ ګنګ نیان وویل چې اوریدونکي او کتونکي د سي ار ای د قدر وړ دوستان دي. د ټولو ملګرو په ملاتړ سره سي ار ای د پرمختګ په لار غښتلی قدم پورته کولی شي. په نوي کال کې به سي ار ای ټولو ملګرو ته ښه او تازه معلومات او خدمات وړاندی کړي ترڅو چې ملګري چین لا نور هم ښه وپېژني او نړۍ سره اشنا شي .

ګرانو ملګرو!

د ۲۰۱۸ کال په رارسیدو سره زه د چین نړېوالې راډیو او د چین د نړېوالې راډیو او ټي وي انترنټي ستېشن په استازیتوب او پخپله تاسو ته نیکې هیلې وړاندې کوم! نوی کال مو مبارک شه او نیکمرغه او روغ جوړ اوسئ !

۲۰۱۷ کال یو ارزښتناک کال و. د چین د کمونست ګوند ۱۹ م ملي کانګرس په بریالی توګه ترسره شوی دی چې په کې د چین د پرمختګ لپاره شنه نقشه کښل شوې او د نړیوالې ادارې لپاره د چین وړاندیزونه مطرح شوي دي. د سي ار ای د برېښناپاڼې یو کتونکي چې فرانکا ګولین نومیږي ، ويلي چې یاد کانګرس نه یوازی د چین لویه پیښه ده بلکې د نړۍ کلیدي مسئله ده. په تیرو ۵ کلونو کې چین ځلانده تاریخ ټینګ کړی دی او په راتلونکي کې به نوی د لیدو وړ کارونه وکړي. له دې څخه چې د تیر کال په سر کې د دولت رئیس شي جین پینګ د سوئیس په داوس په نړیوال اقتصادي فورم کې د بشري برخلیک د ګډې ټولنې وړاندیز کړی، په می میاشت کې په بېجینګ کې د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالې همکارۍ سرمشریز فورم جوړ شوی او په سپتمبر میاشت کې په شیا من ښار کې د طلایي بریکس هیوادونو د مشرانو ملاقات ترسره شوی او د چین د کمونست ګوند او د نړۍ د نورو ګوندونو ترمنځ عالی دیالوګ هم جوړ شوی دی، د سولې، پرمختګ ، ګډو ګټو او ورخلاصون په خپلو وړاندیزونو او تجربو کې د چین باوري، پراختیا او مسؤلیت څرګند شوي دي.

نن ورځ د نړیوالو قواوو جوړښت د بدلیدو په حال کې دی، نوی نړیوال سیاسي او اقتصادي سیستم مخ پر جوړیدو دی او د سولې، پرمختګ ، همکارۍ او ګډو ګټو تمایل مخه نه نیول کیږي. موږ باور لرو تبادله او تګ راتګ د پوهاوي او دوستۍ د پیاوړتیا یو پل دی. په تیر کال کې سي ار ای د اوریدونکو او کتونکو د مورنیو ژبو، د ځايي ملګرو ارګانونو، د جامع رسنیو او همکاریو په وسیله د عصري جامع نوی نړیوال رسنیز ارګان د ابادولو په لار خپل قدم پورته کړی دی.

د مالټي میډیا د هڅولو په عین وخت کې موږ په تیره بیا د China په نوم برنډ میډیا جوړوو او د ګرځنده میډیا او سوشیل میډیا په ګډون د نوی رسنۍ له لارې اوریدونکو او کتونکو ته یو واقعی جامع او هراړخیز چین ورپېژنو. موږ د ویډیویي خپرونو، ایچ ۵، کارتون او تصویري تولیداتو په وسیله د اوریدونکو او کتونکو رنګارنګ اړتیاوې پوره کوو. موږ په فعاله توګه د بیلابیلو هیوادونو له رسنیزو ارګانونو سره همکاري کوو او هیله لرو چې له لازیاتو اوریدونکو او کتونکو سره نږدی شو. موږ هم په بهر کې د چین تیاتر په نوم پروژې پرانیزو ترڅو چې لازیاتو اوریدونکو او کتونکو ته د چین په اړه د کیسو د ترلاسه کولو نوې کړکۍ او چینل جوړ کړو.

ملګرو او دوستانو! د لمر باران او خاورې نه پرته ښه تخم نه شي شین کیدای. موږ ستاسو په ملاتړ سره په ټینګه سره انکشافي ګام پورته کوو. په ۲۰۱۷ کال کې د سي ار ای د اوریدونکو او کتونکو عمومي شمیر ۹۵ ملیونه تنو ته رسیدلی دی چې له دې جملې څخه په سوشیل میډیا کې ۶۲ ملیونه تنه او په ګرځنده میډیا کې ۲۶ ملیونه تنه موجود دي چې دغه شمیر نوی ریکارډ هم ټینګ کړی دی. موږ پوهیږو چې تاسو زموږ مهربانه ملګري یاست او هره ستاینه، هره تبصره او هر لیک له هیلې او ملاتړ څخه ډک دي. دلته زه د سي ار ای د ټولو کارکوونکو په استازیتوب له هر ملګري څخه د زړه له کومې مننه کوم.

د نوی کال په رارسیدو سره هر شی نوی او تازه کیږي. په نوی کال کې به موږ ملګرو ته نورهم ښه او تازه معلوماتي خدمات وړاندی کړو او چین ته د نږدې کیدو ، د چین ښه پېژندلو او نړۍ سره اشنا کولو لپاره به لازیات ښه ډګرونه اباد کړو.

تل دې وي زموږ دوستي! یو ځل بیا نوی کال مو مبارک شه! مننه!



اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای