CRI Online

د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې تبليغاتي ډلې له ترکيې څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-01 09:52:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ترکيې د عدالت او پرمختګ ګوند په بلنه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې کانديد غړي، د فو جيان ولايت د ګوندي کميټې دايمي غړي او د دې ولايت د تشکيلاتي ادارې مشر هو چانګ شنګ په مشرۍ د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې تبليغاتي ډلې د دسمبر له ۲۷مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې له ترکيې څخه ليدنه وکړه.

هو چانګ شنګ په جلا جلا توګه د ترکيې پارلمان له مرستيال احمد دين، د عدالت او پرمختګ ګوند له مرستيالانو راوزا کواکچي کان او ميحمت محدي اکير او د جمهوري ولسي ګوند او د وطن پالونکي ګوند له مشرانو سره وکتل او د ترکيې د ګوندونو سياستوالو او د بېلا بېلو ساحو استازو ته يې د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيه او په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار او په عمده توګه يې د چين کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ لوړ پوړي ډيالوګ کې د رئيس شي جين پينګ د وينا روحيه بيان کړل.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای