د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکو د دسمبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه ولايت په مرکز جلال اباد کې د يو ځانمرګي بريد له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه پورې هېچا يا کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.د څېړونکو په اند ښايي دغه بريد د داعش له خوا تر سره شوی وي.په دسمبر کې يوازې په کابل کې دغې ډلې څو بريدونه تر سره کړي دي.
د اټکل له مخې،اوس په افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر له ۱۰ زرو څخه اوښتی دی چې يو شمېر کسان له عراق او سوريې څخه ورته راغلي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |