CRI Online

د امريکا د کولورادو ايالت ډنور ته نژدې د ډزو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-01 09:59:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د دسمبر د ۳۱مې نېټې په سهار د امريکا د کولورادو ايالت ډنور ته نژدې په يو اپارتمان کې د ډزو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.د پوليسو په قول بريدګر يې وژلی دی.

ځايي پوليسو خبر ورکړ چې په همدې ورځ د سهار په ۵ بجو ۱۳ دقيقو پوليسو ډنور ته په ۲۶ کيلومترۍ کې په يو اپارتمان کې د يوې کورنۍ خپلمنځي شخړې د هوارېدو په حال کې وه چې ناڅاپي ډزې پرې وشوې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای