CRI Online

په ۲۰۱۷ کال کې په چين کې د فلمي ټکټونو عوايد ۵۵ مليارډو ۹۱۱ مليونو يوانو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-01 10:14:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د رسنيو او چاپي مطبوعاتو د عمومي ادارې د فلمي چارو رياست د دسمبر د ۳۱مې نېټې په شپه د يوې شميرنې په خپرولو سره وويل چې په ۲۰۱۷ کال کې په چين کې د فلمي ټکټونو عوايد ۵۵ مليارډو ۹۱۱ مليونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۱۳ اعشاريه ۴۵ سلنه زيات شوی او په کې د چين له خوا د جوړو شويو فلمونو د ټکټونو عوايد ۵۳ اعشاريه ۸۴ سلنه دی.له شمېرنې سره سم په ۲۰۱۷ کال کې په بهر کې د چين له خوا د جوړو شويو فلمونو د ټکټونو عوايد ۴ مليارډو ۲۵۳ مليونو يوانو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ اعشاريه ۱۹ سلنه زيات شوي دي.

د ياد رياست چارواکي وويل چې په ۲۰۱۷ کال کې د فلمونو کيفيت ډېر لوړ شوی او د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس او د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د جوړېدو د ۹۰مې کليزې پر مهال يو لړ غوره فلمونه جوړ شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای