CRI Online

شي جين پينګ او د جنوبي افريقا ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۲۰مې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول

cri     (GMT+08:00) 2018-01-01 15:10:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د جنورۍ په لومړۍ نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د جنوبي افريقا ولسمشر زوما د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۲۰مې کاليزې د لمانځنې لپاره يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې له ۲۰ کلونو راهيسې د چين او جنوبي افريقا ترمنځ اړيکې د دواړو خواوو د ګډو هلو ځلو په وسيله ډېرې ټينګې شوي او خپلمنځي اړيکې يې له همکاريزو اړيکو څخه پر ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو او بيا پر هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو بدلې شوې دي.له واقعيتونو سره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزه همکاري د دواړو هېوادونو او خلکو له ګټو سره سمون خوري.غواړم له ولسمشر زوما سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو د پر له پسې پرمختګ لپاره کوښښ وکړم څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لازياتې ګټې ورسېږي.

زوما په خپل پيغام کې هيله ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۲۰ کاليزې په مناسبت خپلمنځي دوستانه اړيکې لاټينګې شي څو ګډ پرمختګ وموندل شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای