CRI Online

کيم جونګ ون :شمالي کوريا د پيونګ چانګ په ژمنيو اولمپيک لوبو کې د ګډون نيت لري

cri     (GMT+08:00) 2018-01-01 15:10:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د شمالي کوريا مشر کيم جونګ ون د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نوي کال د مبارکۍ پيغام په خپرولو سره وويل چې شمالي کوريا غواړي د پيونګ چانګ په ژمنيو اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره پلاوی واستوي.دغه راز د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ د بيړنيو خبرو اترو د تر سره کېدو شتون هم شته.

کيم جونګ ون په خپله تلويزيوني وينا کې وويل چې روان کال به شمالي کوريا د هېواد د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د يادونې فعاليتونه تر سره کړي او جنوبي کوريا به ژمنۍ اولمپيک لوبې تر سره کړي.روان کال د دواړو خواوو لپاره ستر اهميت لري.لږ څه وروسته په جنوبي کوريا کې جوړې شوې ژمنۍ اولمپيک لوبې د ملي مقام د ښوودنې لپاره ښه فرصت دی،شمالي کوريا هيله لري چې دغه لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای