CRI Online

د ايران ولسمشر د ډونالډ ټرمپ مداخلې وينا ته ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-01-01 15:10:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران خبري تلويزيون د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني په همدې ورځ د يوې وينا په خپرولو سره د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مداخلې وينا ته ځواب ورکړ.

روحاني وويل چې ټرمپ له څو مياشتو پر ايران باندې تور لګوي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي .هغه په پوره توګه د ايران ضد دی او د ايران خلکو ته د قضاوت کولو حق نه لري.

په دې وروستيو ورځو کې د ايران په څو ښارونو کې د حکومت پر ضد لاريونونه رامنځته شوي چې د ژوند د اوسني وضعيت سره يې نارضايت څرګند کړی.د ۳۱مې نېټې تر شپې پورې په پلازمينه تهران کې لاريونونه په بنسټيزه توګه ارام شوي او ټوليز نظام په بنسټيزه توګه ثابت شوی دی،خو زيات شمېر پوليس لاهم د تهران په سړکونو کې ګزمې کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای