CRI Online

انتونيو ګوټريس د نوي کال په مناسبت د وينا په ترڅ کې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-01 16:02:19

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د نوي کال په مناسبت د وينا په ترڅ کې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې يووالي پياوړی کړي او په ګډه له ډول ډول ننګونو سره مقابله وکړي او د انسانانو ګډې ارزښتناکې نظريې وساتي.

ګوټريس وويل د نوي کال په هکله بايد ټولې نړۍ ته د سور رنګ په کچه خبرداری ورکړل شي او دا يي هم تائيد کړه چې په ۲۰۱۷ کال کې د بېلا بېلو ډولو نښتې په پر له پسي توګه ترينګلې شوي او نوي خطرونه رامنځته شوي دي. د ذروي وسلو په هکله د ټولنې نړۍ انديښنې د سړې جګړې راهيسي تر ټولو سختې اندازې ته رسيدلې او د اقليمي بدلون سرعت زموږ د اړوندو فعاليتونو له سرعت څخه اوښتې دې، نامساوات سخت شوی او ملي خود پرستی او د بهرنيو قواوو نه د نفرت کولو احساسات زيات شوی دی.

هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له ۲۰۱۸ کال څخه يووالي وساتي، نښتې حل کړي او په ګډه ارزښتناکې نظريې دفاع کړي. يووالي د مسئلو حلولو لاره ده، موږ بايد په راتلونکې کې اتحاد وساتو.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای