CRI Online

د خلکو ازادي بخښوونکي پوځ نن د بېجينګ د تيان ان مون په ډګر کې د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم اجرا کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-01-01 16:43:31

د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ د لومړۍ نيټې په سهار د بېجينګ د تيان ان مون په ډګر کې د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم تر سره شول. د خلکو ازادي بخښوونکي پوځ لخوا د ملي بيرغ د ساتنې او دفاع او د سلامۍ ډزو کولو وروسته د دغه پوځ تشريفاتي ټولګي او پوځي ارکيسترا د لومړي ځل لپاره د نوي کال د ملي بيرغ پورته کولو مراسم تر سره کړل. څه دپاسه نوي زرو کسانو د تيان ان مون په ډګر کې له نژدې دغه مراسم وکتل.

د نوي کال د لومړۍ ورځي په سهار له ۹۶ تنو څخه جوړ شوی د ازادي بخښوونکي پوځ تشريفاتي ټولګی د تيان ان مون له ودانۍ څخه د ملي بيرغ د پورته کولو ځای ته ولاړ. کله چې د چين ملي سرود غږول کېده، نو د چين ملي بيرغ له لمر سره يو ځای پورته کېده.

په همدې ورځ څه دپاسه نوي زره کسان د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه د تيان ان مون ډګر ته تللي وو او له نژدې يې د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم ننداره کړل.

(اوازونه) نن د ۲۰۱۸ کال لومړی ورځ ده، موږ د های نان ولايت له های کو ښار څخه بېجينګ ته راغلي يو او د تيان ان مون په ډګر کې مو د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم وکتل. موږ غوښتل چې د چين د لومړي ملي بيرغ د پورته کولو بهير وګورو چې ماشوم له کوچنيتوب څخه د وطن سره د مينې غوښتنې يو درس مني.

په واقعي توګه د ملي بيرغ پورته کولو ياد مراسم تاريخي اهميت لري چې د لومړي ځل لپاره د خلکو د ازادي بخښوونکي پوځ د تشريفاتي ټولګي او د پوځي ارکيسترا لخوا اجرا شوي وو. مخکې دغه دنده د پوځي پوليسو لخوا کېده، خو وروسته له دې به د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې تر منظورې لاندې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړې نيټې څخه به د خلکو ازادي بخښوونکي بوځ د ملي بيرغ د ساتنې او دفاع او د سلامۍ ډزو کولو کارونه تر سره کوي.

۳۵ کاله مخکې پوځي پوليسو د بېجينګ له عمومي ډلې څخه د تيان ان مون په ډګر کې د ملي بيرغ د پورته کولو ټولګي په رسمي توګه دغه دنده پر غاړه واخيستله. څو لسيزې دغې ټولګې په بريالې توګه دغه دنده تر سره کړه. د خلکو ازادي بخښوونکي پوځ د تشريفاتي ټولګي مشر هان جي چې نن يې د ملي بيرغ د ساتنې او دفاع دنده درلوده، وويل دغه ټولګی د هېواد، پوځ او ملت د بڼې استازيتوب کوي. هغه وويل (اواز)

ملي بيرغ د خلکو په زړونو کې ډېر سپيڅلی وي. د پوځ په توګه زموږ دنده د هېواد ساتل دي. ملي بيرغ موجود دی، زموږ هېواد قوی دی. زموږ د وطن ساتل د هر سرتيري اړينه دنده ده.

له نن وروسته به د بېجينګ په تيان ان مون ډګر کې د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم بدل شي چې د هرې مياشتې په لومړۍ نېټه به له ۹۶ تنو غړيو څخه جوړشوي ډله او په نورو وختونو کې به له ۶۶ تنو غړيو څخه جوړه شوې ډله به د ملي بيرغ د پورته کولو دنده تر سره کوي. هان جي وويل (اواز)

د ملي بيرغ پورته کولو په مراسمو کې د اجرا کوونکو شمير له زياتوالي څخه څرګنديږي چې د خلکو ازادي بخښوونکي پوځ به د هېواد ملي حاکميت، زموږ وطن او زموږ ملي بيرغ وساتي. موږ به په راتلونکې کې په لاسونو کې د ډزو د اخيستلو له لارې ملي بيرغ وساتو چې په څنګ او پر غاړو کې به يي د ډزو د ځاي پر ځای کولو لارې بدلې شي. برسيره پر دې موږ به د ځمکني، سمندري او هوايي پوځونو د دري ډوله جامې واغوندو چې د پخوا په شان د يو ډول پوځي جامې به دوام نه کوي.

ملي بيرغ د يو هېواد نښه ده. د چين خلک هم دا نظر لري چې د خلکو د ازادي بخښوونکي پوځ به په نوې زمانه کې ملي حاکميت، امنيت، پرمختګ او ګټې وساتي او په نوې زمانه کې د چين د قوي کيدو او ټينګ هوډ څخه هم داسئ ښکاري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای