CRI Online

د روسيې قانون ساتونکي اورګان: ترهګرو د تليفونونو په وسيله روسيې ته ګواښونه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 09:12:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې قانون ساتونکي اورګان د جنوري په لومړۍ نېټه وويل چې په تېره يوه ورځ کې د دې هېواد په شلو ښارونو کې ترهګرو د تليفونونو په وسيله د ٥٣ ځلو لپاره پوليسو ته ګواښونه کړي دي چې په دغو ښارونو کې  برېدونه وکړي، خو تائيد شوی چې دغه ګواښونه دروغ او حقيقت نه لري.

د ياد اورګان په قول د مسکو،سنټپيټرسبورګ،ولګوګراد او ولاديوستوک په شمول ښارونه د بمي ګواښونو تر اغيزه لاندې وو.پوليسو د سوداګريزو مرکزونو،هوايي ميدانونو او د مېترو سټېشنونو په شمول ځينو ځايونو کې څه باندې ١٤ زره تنه له سيمو وايستل او د دغو ځايونو پلټنه يې وکړه ، خو هېڅ بمي توکي يې نه دی پيدا کړی او تائيد کړې يې ده چې ټولتلېفوني تماسونه دروغ او حقيقت نه درلود.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای