CRI Online

د اسرائيلو صدراعظم دا رد کړې چې اسرائيل په ايران کې د لاريونونو تر شا پټ لاس لري

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 09:13:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اسرائيلو صدراعظم نيتانياهو د جنوري په لومړۍ نېټه رد کړی چې اسرائيل په ايران کې د لاريونونو تر شا پټ لاس لري.

نوموړي په فېسبوک کې ويلي چې هغه خبر چې وايي اسرائيل د ايران په لاريونونو کې لاس لري،نا سم او د ملنډو وړ دی.

د اسرائيلو خبري رسنيو په همدې ورځ خبر ور کړ چې د ايران ولسمشر روحاني په يوه غونډه کې د امريکا او اسرائيلو غندنه کړې چې په ايران کې يې لاريونونه لمسولي دي.

په دې وروستيو ورځو کې د ايران په ځينو ښارونو کې خلکو د لاريونونو کولو له لارې د ژوند له حالت څخه ناخوښي څرګنده کړې ده چې په پايله کې يې د لاريونونو لړۍ پلازمينې تهران ته هم  پراخ شوي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای