CRI Online

د چين د اړوند اورګان د اټکل له مخې په ٢٠١٨ کال کې به د چين د اقتصاد پرمختيايي انډول په سلو کې شپږ اعشاريه اووه زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 14:00:41

د چين د ټولنيزې اکاډمۍ د پولي ستراتيژۍ څېړنيز انسټټيوټ په دې وروستيو ورځو کې د اقتصاد د عمومي حالت په هکله څېړنيز راپور خپور کړ چې د اټکل له مخې په ٢٠١٨ کال کې به د چين د توليداتو عمومی ارزښت يعنې دGDP د زياتوالي انډول په سلو کې شپږ اعشاريه اووه زيات شي .په دې راپور کې راغلي چې بايد د کورنيو اړتياوو د ثابتېدو په حال کې په دوامداره توګه د برابروونکې خوا د جوړښت اصلاحات ژور شي او د اقتصاد د دواملرونکی پرمختګ توان دې پياوړی شي.

د ياد څېړنيز انسټټيوټ وويل چې مونږ په دې اند يو چې تېر کال د GDPد زياتوالي انډول په سلو کې شپږ اعشاريه اته زيات شوی او دمصرفوونکو د مصرفي بيې د زياتوالي انډول په سلو کې يو اعشاريه شپږ زيات شوی دی.نو زمونږ د اټکل له مخې په ٢٠١٨ کال کې به د GDPد زياتوالي انډول په سلو کې شپږ اعشاريه اووه وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای