CRI Online

جنوبي کوريا د شمالي کوريا د هغې څرګندونې هر کلی وکړ چې غواړي د پيونګ چانګ د اولمپيک په ژمنيو سپورټي لوبو کې د ګډون لپاره سپورټي پلاوی وليږي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 14:03:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا جمهوري ماڼۍ د جنوري په لومړۍ نېټه د نوي کال د مبارکۍ په غرض د شمالي کوريا مشر کيم جونګ ون د هغې څرګندونې هر کلی وکړ چې غواړي د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ اړيکې ښې کړي او د پيونګ چانګ د اولمپيک په ژمنيو سپورټي لوبو کې د ګډون لپاره سپورټي پلاوی وليږي.

د جنوبي کوريا د جمهوري ماڼۍ وياند پارک سوهيون په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې هيله وښودله چې جنوبي او شمالي کوريا له کوريا ټاپووزمې مسئلې سره د تړاو لرونکو مستقيمو خواوو په توګه په مسئولانه توګه د دې ټاپووزمۍ د حالت د ښه والي او پکې د سولې او ارامتيا د لټولو لپاره ښه لار پيدا کړي.که د پيونګ چانګ د ژمني اولمپيک سپورټي لوبې په برياليتوب سره تر سره شي، نو دا به د کوريا ټاپووزمې، ختيځې او شمالي اسيا او حتی د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره  ستر خدمت وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای