CRI Online

د تاليمو نفت توليدونکې سيمې ختيځې سيمې ته ٢٠٠ مليارډ مکعب متره طبيعي ګاز برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 14:08:20

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د نفتو ډله ييز شرکت د تاليمو د نفتو فرعي څانګې خبر ور کړ چې د ٢٠١٧ کال د دسمبر تر ٣١مې نيټې پورې يې د هېواد له لويديځ څخه تر ختيځ پورې د نل ليکو په وسيله ختيځې سيمې ته ٢٠٠ مليارډ مکعب متره طبيعی ګاز انتقال کړی چې تېر کال د انتقال شوي طبيعی ګازو اندازه ٢١ مليارډه او ١٥٠ مليونه مکعب متره و.

دغه ليږل شوی طبيعی ګاز چې د ٢٧٠ مليونو ټنو معياري سکرو پر ځای دی ،د ١٥ ولايتونو او سيمو د څه باندې ١٢٠ ښارونو ٤٠٠ مليونو اوسېدونکو ترې ګټه اخيستې چې له امله يې په ختيځه سيمه په تېره بيا د يانګ ځي سيند په غاړه پرتو سيمو کې د انرژيو د کارونې جوړښت تنظيم شوی دی .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای