CRI Online

تېر کال د اورګاډي لارو په اړوندوثابتو دارايو کې د پانګونې ارزښت اته سوه مليارډه يوانو ته رسېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 14:34:17

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د اورګاډي عمومی شرکت د جنوري په لومړۍ نېټه خبر ور کړ چې تېر کال يې د اورګاډي لارو د جوړولو په تېره بيا په منځنې او ختيځې برخې کې د اورګاډي لارو د ابادۍ لپاره لازياتې هڅې کړې او هغې دندې او موخې يې تر سره کړې چې تېر کال د اوګاډي لارو په اړوندو د ثابتو دارايو کې د پانګونې ارزښت اته سوه مليارډه يوانو ته رسيدلی او د پانګه اچول شويو نويو لارو اوږدوالی ٢١ سوه کيلو متره و.

د ٢٠١٧ کال تر پايه پورې د اورګاډي لارو د غځېدو اوږدوالی يو لک او اووېشت زره کيلو مترو ته رسېدلی چې په دې جمله کې يې د ګړندي اورګاډي پټليو اوږدوالی ٢٥ زره کيلو متره دی.

د چين د ياد شرکت د اړوندې څانګې مسئول د معلوماتو له مخې روان کال به دغه شرکت ٤٩ اړوندې پروژې منظور کړې او د ٣٥ پروژو په جوړولو يې لاس پورې کړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای