CRI Online

مون جای ين :د شمالي کوريا د هغې څرګندونې هر کلی کوي چې غواړي د پيونګ چانګ د اولمپيک په ژمنيو سپورټي لوبو کې د ګډون لپاره پلاوی وليږي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 14:50:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ين د روانې مياشتې په دوهمه نېټه وويل چې شمالي کوريا غواړي چې د پيونګ چانګ د اولمپيک په ژمنيو سپورټي لوبو کې د ګډون لپاره سپورټي پلاوی وليږي او له جنوبي کوريا سره خبرې اترې وکړي چې دا د جنوبي کوريا هغه وړانديز ته مثبت ځواب دی چې د يادو سپورټي لوبو له لارې د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ اړيکې ښې کړي .جنوبي کوريا د شمالي کوريا د يادې څرګندونې هر کلی وکړ.

مون جای ين دغه څرګندونې په همدې ورځ د ٢٠١٨ کال لپاره د دولتي چارو په لومړۍ غونډه کې وکړې او هيله يې وښودله چې د جنوبي کوريا واحد، کلتوري او سپورټي چارو وزارتونه ژر تر ژره اړونده لايحه جوړه کړي تر څو د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ ډيالوګ اعاده شي او د شمالي کوريا سپورټي پلاوی په دې سپورټي لوبو کې ګډون وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای