CRI Online

روحاني:خلک په قانوني ډول خپلو غوښتنو د وړاندې کولو حق لري

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 15:37:05

د تېر کال د دسمبر له ۲۸مې نېټې څخه د ايران په دوهم لوی مشهد ښار کې د شيانو د لوړو بيو او د بېکارۍ له لوړ انډول څخه د خلکو ناخوښۍ له امله پراخ لاريونونه رامنځته شوي او تر اوسه پورې د پلازمينې تهران په ګډون څو ښارونو کې هم لاريونونه تر سره شوي دي.د ايران ولسمشر حسن روحاني د تېر کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د لومړي ځل لپاره لاريونوالو ته ځواب ورکړ چې خلک په قانوني ډول د خپلو غوښتنو د وړاندې کولو حق لري.د ايران حکومت به له خلکو سره يو ځای د مسئلو د حل و فصل لپاره کوښښ وکړي.

روحاني د تېر دسمبر په ۳۱مه نېټه د کابينې په يوه غونډه کې وويل چې اوس په ايران کې د استخدام،اقتصادي پرمختګ او د فساد په ګډون مسئلې موجودې دي،دغه مسئلې بايد حل شي او د ايران د حکومت عمل هم بايد د خلکو تر څېړنې لاندې وي.هغه پر دې ټينګار وکړ چې خلک حق لري چې خپلې مسئلې او غوښتنې څرګندې کړي،خو نشي کولی ټولنيزه ګډوډي رامنځته کړي.

خلک بايد په لوړ غږ خپلې ستونزې روښانه کړي ،خو دغه څرګندونې دې د مسئلو د حل لپاره ګټورې وي.که ټولنيزې ګډوډي رامنځته شي،د استخدام مسئله به حل نه شي.

روحاني وويل ، که حکومت او خلک په ګډه مسئلې حل کړي،زيات شمېر مسئلې به حل شي.خلک بايد خپل زغم وساتي،باور لرو چې د ګډو کوښښونو له امله به د ايران راتلونکې به لاښه شي.هغه زياته کړه چې د حکومت د بېلا بېلو کچو چارواکي بايد له خلکو سره تماس پياوړی کړي څو په وخت سره بېلا بېلې ټولنيزې مسئلې حل شي.

پوليسو او ټولو امنيت ساتونکو د لاريون کوونکو په وړاندې له زور او شدت څخه کار نه دی اخيستی ،زه له دوی څخه مننه کوم او له دوی څخه غوښتنه کوم چې په پر له پسې توګه خپل زغم وساتي.په عين وخت کې د ټولنيز ثبات او د خلکو ژوند د ارامتيا د ضمانت لپاره دې اړين تدبيرونه ونيسي.بر سېره پر دې،زه هيله لرم چې د کابينې او د حکومتي ارګانونو ټول چارواکي به په راتلونکي کې له عامو وګړو سره تګ راتګ پياوړی کړي.که ټولنيزه مسئله رامنځته کېږي ،مسؤل بايد وپېژندل شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو ورځو کې د ايران په څو ښارونو کې د لاريونونو ملاتړ کړی.حسن روحاني په دې اړه داسې وويل، د امريکا سپينې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر ننوتلو وروسته د ويزې او بانکي خدمتونو په څو ساحو کې د ايرانيانو پر ضد ناوړه تدبيرونه نيولي دي.هغه پر هر وخت کې د ايرانيانو لپاره ډول ډول ستونزې رامنځته کړي.دغسې سړی له ايرانيانو سره هېڅ خواخوږي نه لري.په عين وخت کې په منځني ختيځ کې يو يا دوه هېوادونه هم شته چې له ايران سره يې د مقابلې تدبيرونه نيولي او دوی هم د ايرانيانو سره خواخوږي نه لري.

تر اوسه پورې په دې لاريونونو کې څو تنه وژل شوي او څو تنه نور نيول شوي دي.د ايران حکومت خبر ورکړی چې د شيانو له لوړو بيو او د لوړې بېکارۍ سره د مقابلې لپاره د خلکو عادلانه غوښتنو بايد درناوی وشي،خو دا بايد د بهرنيو هېوادونو له خوا وسيلې په ډول ونه کارول شي.د ايران د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند محمد باقر نوباخت د دسمبر په ۳۱مه نېټه وويل چې د ايران حکومت به په راتلونکي کال کې په شپږو ساحو کې پانګونه وکړي چې څه د پاسه ۸۳۰ زره کاري فرصتونه به رامنځته شي.د ايران ولسمشر حسن روحاني د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د دغه هېواد له څو لوړپوړيو چارواکو سره د کتنې په وخت کې وويل چې په تېرو څو ورځو کې رامنځته شوي لاريونونه د ايران په وړاندې د ګواښونو څرګندويه دي او بايد په دې فرصت کې د ستونزو اصلي علت وموندل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای