CRI Online

د نوي کال په لومړۍ ورځ کې په نړۍ کې شاوخوا درې لکه او شپږ اتيا زره ماشومان زيږېدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 15:41:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د ماشومانو صندوق د جنوري په لومړۍ نېټه وويل چې په همدې ورځ په نړۍ کې شاوخوا درې لکه او شپږ اتيا زره ماشومان زيږېدلي دي چې لومړی يې په فېجي کې راغلې ده او زياتره نور يې د هند، چين ، پاکستان، اندونيزيا، امريکا او بنګله ديش په شمول  نهو هېوادونو کې زېږېدلی دي.

ياد صندوق دې ته اشاره وکړه چې ځيني نوي زيږېدلي ماشومان د مرګ له خطر سره مخامخ شوي وو.نو دوی به په راتلونکې مياشت کې د هر ماشوم د موجوديت په نوم فعاليت پيل کړي او له دې لارې به له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښته وکړي چې د لوړ کيفيت لرونکې طبي ساتنې له لارې ياده مسئله حل کړي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای