CRI Online

د م م د سرمنشي مرستيال:د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوي کال د مبارکۍ په پيغام کې نړيوالو ته د سولې او پرمختګ هيله ښودلې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 15:45:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د سرمنشي مرستيال ليو ځن مين د جنوري په لومړۍ نېټه وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوي کال د مبارکۍ په پيغام کې نړيوالو ته د سولې او پرمختګ هيله ښودلې ده.

رئيس شي جين پينګ په دې پيغام کې ويلي چې چين په ټينګه سره د م م واک او مقام ساتي، په فعاله توګه يې نړيوالې دندې پر غاړه اخيستې ،له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې يې خپله ژمنه پوره کړې او په مثبته توګه به د يو کمربند او يوې لارې ابادول پرمخبوزي.چين تل د نړيوالې سولې جوړونکی،د نړيوال پرمختګ خدمتګار او د نړيوال نظام ساتونکی دی.چينايان غواړي چې د مختلفو هېوادونو له خلکو سره د انساني ټولنې د نورې سمسورتيا او د نورې ښې راتلونکې د برابرولو لپاره هڅه وکړي.ښاغلي ليو وويل چې چين يو ځل بيا له دې لارې نړيوالو ته د يوه لوی هېواد په توګه خپله دنده څرګنده کړې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای