CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان رول ومني.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-02 18:23:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جنورۍ په ۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره ستر کوښښونه او فداکارۍ کړې دي. نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ پرضد په نړيوالو مبارزو کې د پاکستان رول ومني.

د معلوماتو له مخې، څو ورځې مخکې امريکا خبر ورکړی چې د امريکا هغه عمل ناپوه و چې په تېرو ۱۵ کلونو کې يې له پاکستان سره له ۳۳ مليارډو امريکايې ډالرو څخه زياتې مرستې ورکړې دي، او امريکا ورڅخه هيڅ ګټه نه ده اخيستې. نو امريکا اعلان وکړ چې له پاکستان سره به مرسته ختمه شي. ښاغلي ګنګ شوانګ په دې اړه وويل، څو څو ځله مو ويلی چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره ستر کوښښونه او فداکارۍ کړې دي او کوي يې. نو نړيواله ټولنه بايد د پاکستان رول ومني. موږ غواړو چې پاکستان له نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په شمول هره ساحه کې همکارۍ وکړي، تر څو د دې سيمې سوله او ثبات وساتي. چين او پاکستان په هره ساحه کې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې لري. چين غواړي په هره ساحه کې له پاکستان سره نژدې همکارۍ وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای