CRI Online

د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي وايي چې بايد د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس او د مرکزي کميټې د اقتصادي کارونو د غونډې روحيي عملي شي او په بېجينګ او تيان جين ښارونو او هه بې ولايت د ګډ پرمختګ هڅونه وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 10:36:29

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د بېجينګ او تيان جين ښارونو او د هه بۍ ولايت د ګډ پرمختګ د هڅونې غونډه د جنورۍ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د غونډې مشري او يوه وينا يې وکړه. په غونډه کې د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې او د مرکزي کميټې د اقتصادي کارونو غونډې روحيي او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي شي جين پينګ د هدايت مهمې روحيې عملي کيدل تائيد شوي، په وروستيو کلونو کې د بېجينګ او تيان جين ښارونو او د هه بۍ ولايت د ګډ پرمختګ کارونه راغونډ شوي، د هه بۍ ولايت د شيونګ ان په نوې سيمه کې د ابادۍ د پلانولو چوکاټ په شمول د اړوندو سندونو په هکله بحث او ارزونه شوی او راتلونکي مهم کارونه ترتيب شوي دي.

جانګ ګاو لي وويل د کمونېست ګوند مرکزي کميټې او دولتي شورا د بېجينګ او تيان جين ښارونو او د هه بۍ ولايت ګډ پرمختګ ته پاملرنه کوي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د نولسم ملي کانګرس په راپور کې وويل چې د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او دولتي شورا د ټينګې لارښوونې او د اړوندو څانګو تر منځ د ښې همکارۍ له لارې د بېجينګ او تيان جين ښارونو او د هه بۍ ولايت د ګډ پرمختګ پلان په ښکاره توګه عملي شوی چې د دغو ځايونو د ګډ پرمختګ د پلانولو سيستم په بنسټيزه توګه رامنځته شوی دی او په قوي، منظمه او اغيزمنه توګه د ترافيک، ايکولوژيکي چارو او صنعتونو په دريو مهمو ساحو کې يو لړ مهمې پروژې عملي شوې چې ښې لاس ته راوړنې لري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای