د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا په مشرۍ د ناټو پوځ چې له افغانستان سره د مرستې دنده پر غاړه لري، د جنورۍ په ۲مه نېټه وويل د ننګرهار په ولايت کې د يو ولسوالې نښتې په ترڅ کې يو امريکايي سرتيری وژل شوی او څلور نور امريکايي سرتيري ټپيان شوي دي.
دغه پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل جګړه د ننګرهار ولايت د اچين په ولسوالۍ کې شوې ده چې د دوو ټپيانو حالت اوس شوي او دوو نورو ټپيانو دوبار بيا کارونه پيل کړي دي. په اعلاميه کې نور تفصيل نه دی ورکول شوي.
د افغانستان د خبري رسنيو د خبر له مخې، داعش اوس د اچين ولسوالۍ کې د افغانستان او ناټو له پوځونو سره جګړه کوي چې په دغه سيمه کې داعش ډېر فعال ګڼل کيږي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |