CRI Online

د نايجريا په جنوب ختيځ کې يو کلی له بريد سره مخامخ شو چې له امله يي لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 10:42:20

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د نايجريا په جنوب ختيځ د بينوي ايالت مشر د جنورۍ په ۲مه نېټه دا تائيد کړه چې په دغه ايالت کې پر يو کلي د فولانيانو لخوا بريد شوی چې له امله يي لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل او زيات نور ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې دغه بريد د کليوالو ټول وژنه ده چې په وژل شوو کې ماشومان هم شامل دي.

د بينوي ايالت د نايجريا په منځ کې پروت دی او په کې د فولانيانو او مسيحيانو تر منځ اړيکې ترينګلې دې او هميشه يې تر منځ نښتې رامنځته کيږي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای