CRI Online

د اسرائيلو پارلمان د بيت المقدس په اړه قانون تصويب کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 15:49:22

د اسرائيلو پارلمان د جنوري د لومړۍ نيټې په شپه د بيت المقدس په اړه قانون تصويب کړ او ويې ويل که اسرائيل د بيت المقدس د ځمکې د هرې برخې له حاکميت څخه لاس اخلي، بايد د پارلمان دوه په درېيمې برخې موافقې رايې تر لاسه کړي.فلسطين د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د ياد قانون د تصويبېدلو سخته غندنه وکړه.

د اسرائيلو خبري رسنيو د روانې مياشتې په دوهمه نېټه خبر ور کړ چې ياد قانون د اسرائيلو د بنسټيز قانون تعديل نامه ده چې له مخې يې که اسرائيل د بيت المقدس د هرې برخې له حاکميت څخه لاس اخلي، بايد د اتياوو تنو پارلماني غړو موافقې رايې يعنې دوه په درېيمه برخه موافقې رايې تر لاسه کړي.

دغه قانون د بايت يهودي په نوم د ښي لاس ګوند په هڅو او کوښښونو سره د څلور شپېتو موافقو رايو په تر لاسه کولو سره تصويب شو.د دې ګوند رئيس او د دې هېواد د ښوونيزو چارو وزير نفتال بېنټ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې دا يوه نظرياتي قانوني مسوده نه ده،ځکه چې ځيني کسان د بيت المقدس ويشل غواړي. له دې نه مخکې د اسرائيلو د زيونيست او يش اتيد په نوم د ګوندونو مشرانو په جلا جلا توګه ويلي و چې په بيت المقدس کې د يهوديانو د استوګنې سيمه پر اسرائيلو پورې اړه لري، خو زړه ښاري سيمه ځانګړی مقام لري.

په دې قانون کې هغه ماده هم لغوه شوې چې د اسرائيلو د بنسټيز قانون له مخې د بيت المقدس ښاري کرښه نه شی بدليدای.د خبر له مخې د دې مادې د لغوه کېدو په هکله وړانديز د بيت المقدس چارو د مسئول زيف الکين له خوا وړاندی شوی چې ويې غوښتل چې د فلسطينيانو د استوګنې هغه کلي له منځه يوسي چې د بيت المقدس په ښار کې خو د اسرائيلو له خوا له جلاکېدونکي ديوال بهر پراته دي.نوموړي وويل چې د نوي قانون د تصويبېدو له امله د کين لاس ډلو د هغې احتمالي کړنې مخنيوی شوی چې په راتلونکې کې به د واحد بيت المقدس پر وړاندې د اسرئيلو له خوا د حاکميت د لرلو مخه ونيسي.بله خوا د يادې مادې د لغوه کېدو له امله به د اسرائيلو حکومت کولی شي چې په بيت المقدس کې د عربانو د استوګنې عمده سيمه د يوه خپلواک ښار په توګه وټاکي او له فلسطينيانو سره په خبرو اترو کې فلسطين ته وسپاري.خو د اسرائيلو د اړوندو قوانينو له مخې دغه پرېکړه بايد د رايګيرۍ له لارې وشي.

د اسرائيلو ځينو پارلماني غړو د دې قانون له تصويبېدو سره مخالفت کوي .د مرېټز په نوم د کيڼ لاس ګوند پارلماني غړي موسي راز وويل چې د دې قانون تصويبول خطرناک دي ،ځکه چې له دې امله به له فلسطين سره د سوله ييز تړون لاسليکول له لازياتو ستونزو سره مخامخ شي.هغه دې ته اشاره وکړه چې په بيت المقدس کې فلسطينيان بهرنيان نه دي .د راتلونکي ګوند پارلماني غړي اوفير شيلاح وويل چې دغه قانون ضد او نقيض دی چې يوه خوا داسې چې له مخې يې د اسرائيلو له خوا د بيت المقدس د هرې برخې له حاکميت څخه لاس اخيستل په پارلمان کې زياترو موافقو رايو ته اړتيا لري او بله خوا دا معلومه نه ده چې کومه کومه سيمه په بيت المقدس کې شامله نه ده.

فلسطين د اسرائيلي پارلمان د يادې کړنې سخته غندنه وکړه.د د فلسطين د ازادۍ بښونکی سازمان د اجرائيوي کميټې سرمنشي ايرکټ د روانې مياشتې په دوهمه نېټه پر دې ټينګار وکړ چې د دې قانون تصويبول تر هغه وروسته چې تېره مياشت د امريکا ولسمشر ډونلد ترمپ بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه ومانه ،د دوو هېوادونو لايحې ته د امريکا او اسرائيلو د زيانمنو کړنو بل ناسم ګام دی .هغه زياته کړه چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ييز بهير په هکله فلسطين له امريکا سره ٣٦ ځله خبرې اترې کړې ،خو امريکا له خپلې کړې ژمنې څخه سرغړولی دی .د فلسطين ولسمشر عباس وويل چې امريکا د دې مسئلې د حل وفصل خوا نه ده بلکې د مسئلو او ستونزو د جوړولو خوا ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای