CRI Online

فلسطين له دې امله د اسرائيلو پر پارلمان باندې نيوکه وکړه چې پر بيت المقدس قبضې د پياوړتيا لپاره د قانون يوه طرحه يې تصويب کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 15:32:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، فلسطين د جنوري په ۲ مه نېټه له دې امله د اسرائيلو پر پارلمان باندې نيوکه وکړه چې پر بيت المقدس قبضې د پياوړتيا لپاره د قانون يوه طرحه يې تصويب کړې ده.

د فلسطين ولسمشر د دفتر وياند نبيل ابو رودېنه په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه طرحه او د امريکا ولسمشر ټرمپ لخوا د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس منل غيرقانوني دي او دغه پرېکړه فلسطين ته د جنګ د اعلان مانا لري.

رودېنه زياته کړه چې هره هغه سياسي لايحه به بې نتيجې پای ته ورسېږي چې د بيت المقدس مسئله پکې نه وي.

د خبر له مخې، د يادې تصويب شوې طرحې سره سم په راتلونکي وخت کې د بيت المقدس مقام د بدلولو په اړه د اسرائيلي حکومت پرېکړه بايد د دوه پر درېيمې برخې څخه د زياتو پارلماني غړو د موافقې د منلو لخوا تصويبيږي.

سر بېره پر دې، د حماس سازمان هم په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې وويل، چې ياده طرحه پر مقدس ښار او فلسطين باندې د تېري ادامه ده او د تاريخ او واقعيت د جعل کولو مانا لري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای