CRI Online

امريکا د ترهګرۍ ضد مسئلې په برخه کې يو ځل بيا پر پاکستان فشار اچوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 15:46:38

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د جنورۍ په ۲مه نېټ د پاکستان په اړه سخته رويه څرګنده کړه چې له پاکستان څخه يي غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ ضد مسئلې حلولو په لار کې لا رښتيني کوښښونه وکړي او ويې ويل چې امريکا به په نژدې راتلونکې کې په دې اړه پر پاکستان فشار واچوي.

د سپينې ماڼۍ وياند سراح سندريس په همدې ورځ يوه خبري ناسته کې وويل پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزو کې لا زيات کوښښونه کولی شي، امريکا هم له دغه هېواد څخه دغه ډول غوښتنه کوي. هغه زياته کړه چې امکان شته چې امريکا په راتلونکو ۲۴ او يا ۴۸ ساعتونو کې پر پاکستان د فشار اچولو مشخص تدبيرونه اعلان کړي.

په م م کې د امريکا دايمي استازې نيکي هالي وويل امريکا به له پاکستان سره د ۲۵۵ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وځنډوي.

د امريکا حکومت څو څو ځله پر پاکستان نيوکې کړې چې د ترهګرۍ ضد چارو کې رښتينی نه دی او کم کارونه يي تر سره کړي دي. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي کال په پيل کې پخپل ټويټر ليکلی وو چې امريکا په تېرو ۱۵کلونو کې پاکستان ته د څه دپاسه ۳۳ بيليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې ورکړې، خو پاکستان د امريکا مشران په دوکه او فريب سره تېرايستلي او پر پاکستان يې انتقاد کړی چې د ترهګرانو ساتنه يې کړې او ويې ويل چې دا به نور دوام ونه کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای