CRI Online

په ۲۰۱۷ کال کې په چين کې د اوبو لګولو په پروژو کې د پانګونې اندازه ۷۱۷ بيليارډ او ۶۰۰ مليونه يوانو ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 15:49:33

د اقتصاد ورځپانې د خبر له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې په چين کې د اوبو لګولو په پروژو کې د پانګونو ميکانيزم د اصلاحاتو بهير په پر له پسي ډول ژور شوی چې په دغو پروژو کې د پانګونې اندازه ۷۱۷ بيليارډ او ۶۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته ورسيده او د پخوا په پرتله دا اندازه زياته شوې ده. په تېر کال کې د اوبو سپمولو او برابرولو په اړوند د اوبو لګولو شپاړس پروژې پيل شوې چې د دولتي شورا د پلان له مخې ۱۲۲ پروژې د ابادۍ په حال کې دی چې د پانګونې اندازه يې له ۹۰۰ بيليارډ يوانو نه اوښتې دي.

د پنځو کلونو راهيسې د اوبو لګولو په مهمو ساحو کې د اصلاحاتو ګامونه ثابت دی او اړوند تدبيرونه عملي شوي او د اوبو د ادارې ميکانيزم ګام په ګام بشپړ شوی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای